دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۰
د مطلب کود : 157559
ترکمنستان د مهال ویش سره سم د ټاپي پایپ لاین چارې پرمخ بیایي

د ترکمنستان د تیلو او گازو د چارو مقامات وایي د ټاکل شوي مهال ویش سره سم د ټاپي د گازو د نل لیکې د غزولو چارې پرمخ بیایي.

د ترکمنستان د تیلو او گازو کمپنۍ ویلي دي چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند د گازو د پایپ لاین پروژه چې د ټاپي په نامه شهرت لري د ترکمنستان دننه د ټاکل شوي مهال ویش په اساس پرمخ ځي.

د ترکمنستان دننه د ټاپي پروژې د جوړولو کار په ٢٠١٥ کال کې هغه وخت پیل شو چې د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند مشرانو د هغه هیواد په ماری ښار کې دغه پروژه په رسمي توگه افتتاح کړه.

د تاپی پروژې له لارې د ترکمنستان گاز د افغانستان له خاورې نه پاکستان او هند ته انتقالیږي.

دغه پایپ لاین چې شاوخوا ۱۸١۴ کیلومتره اوږدوالی لري ۷٧۴ کیلومتره یې د افغانستان دننه د هرات، هلمند او کندهار ولایتونو نه تیریږي. ددې پایپ لاین ٨٢٦ کیلومتره نل لیکه د پاکستان دننه جوړویږي او د هند سرحدي سیمې ته رسیږي. ټاکل شویده چې که ټول کارونه د مهال ویش سره سم پرمخ ولاړ شي دا پروژه به د ٢٠١٩ کال په پای کې بشپړه شي.

د ترکمنستاني مقاماتو په وینا دغه پایپ به په کال کې په اوسطه توگه ٣٣ میلیارد متر مکعب گاز په پروژه کې شاملو هیوادونو ته ولیږدوي.

د ترکمنستان مقاماتو ویلي چې هیواد یې په دې پروژه کې ۸۵ فیصده ونډه لري. افغانستان، پاکستان او هند هر یو پنځه پنځه فیصده پدې پروژه کې شریک دي.

ټاکل شوې چې د ټاپي پروژې په بشپړیدو سره به افغانستان په کال کې څه دپاسه ۴۰۰ میلیون ډالره عاید د گازو د ترانزیت له درکه ترلاسه کوي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchmqnzw23nmmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته