دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۲
د مطلب کود : 157563
پاکستان کې ځانمرګي ۱۱ سرتېري وژلي او ۱۳ نور ټپیان کړي

د پاکستان د خیبر پښتونخواه په سوات ولسوالی کې د ځانمرګي په پایله کې لږ تر لږه ۱۱ تنه پاکستاني سرتېري وژل شوي.

په دغه برید کې چې پرون ماښام ناوخته رامنځته شوه، په ترڅ کې لږ تر لږه  ۱۳ تنه سرتېري ټپیان هم شوي دي.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې لیکلي، چې یوه ځانمرګي د شنبې په ماښام د پوځ یوه واحد په نښه کړه چې ترڅ کې ۱۱ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې پیښه د تهسیل کبل اړوند په شریف اباد سیمه کې رامنځته شوې ده او په وژل شویو کې یوه افسر هم شامل دی.

د راپورونو له مخې، د برید مسئولیت د پاکستان تحریک طالبان په غاړه اخیستی دی.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستاني پوځیانو د ۲۰۰۷، ۲۰۰۸، او ۲۰۰۹ میلادي کالو مخکې د سوات په بېلا بېلو سیمو کې طالبانو پر ضد پراخ عملیات ترسره کړي وو.

د پاکستان لوموړی وزیر شاهد خاقان عباسي دغه برید په کلکو ټکو وغانده او ټینګار یې وکړ چې د ترهګرو پر ضد عملیات به تره هغه دوام ومومي چې د پاکستان هر ګوټ د ترهګرو له شتون پاکه شوی نه دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccemqs12bqpp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته