دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 157582
کرنې وزارت دوولس ۵۰۰ ټني سړې خونې جوړوي

د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکي وایي، چې په ۱۳۹۷ یم مالي کال کې د کرنې په برخه کې د پرمختیایي پروژو د پلي کولو په پار ۹ میلیارډ او ۴۵۰ میلیونه افغانۍ پراختیایي بودیجه لري، چې د دوي یو تر ټولو مهم لومړیتوب د سبزیو او میوو د ساتنې په موخه ولایتي او سوداګریزي سړې خونې جوړول او د بڼوالو عاید زیاتول دي. دې موخې ته د رسېدو په پار کرنې وزارت په دې هڅه کې ده، چې ۱۲ نوي ولایتي سړې خونې جوړي کړ ي چې هر یوه یې د ۵۰۰ ټنو کرنیزو او بڼوالۍ محصولاتو د ساتلو ظرفیت لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند اکبر رستمې د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري ناست کې وویل: «د بڼوالۍ د سکتور د پیاوړتیا په موخه په ځانګړي ډول د میوو او سبزیو له خوسا کېدو څخه د مخنیوي په خاطر په پام کې لرو چې په ۱۳۹۷ مالي کال کې نوي سړې خونې جوړکړو. له بده مرغه په تېرو کلونوکې د سړوخونوجوړولو ته ډېره پاملرنه نه ده شوي. د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزرات په ۱۳۹۲ یم کال کې د کابل، هرات، ننګرهار، کندهار او کندز په ولایتونوکې د اتو سړوخونو د جوړولو چارې پیل کړي، چې هر یوه یې د ۵ زره ټنو محصولاتو ظرفیت لري خو د قرارداد خلاف له پنځو کلونو په تېرېدو سره په سمه توګه کارنده شوې، چې موده مخکې دغه قرارداد د ملي تدارکاتو له خوا فسخ شول.»
د کرنې وزارت ویاند وویل، چې د هېواد د کرنې او مالدراۍ سکټور سړوخونوته په جدي توګه اړتیا لري په همدې موخه اوس مهال کرنې وزارت په جدي توګه هلې ځلې کوي چې د اتو سړوخونو دیزاین له سره نوي کړي او ټاکل شوې ده، چې د مالي کال په دویم ربع کې یې عملي چارې رسما پیل شي.
ښاغلي رستمي همداراز وویل: « کرنې وزارت پلان لري چې د ۱۳۹۶ کال په پسرلي کې په غزني، فاریاب، پروان، کاپیسا، تخار، فراه، نیمروز، میدان وردک، لوګر، او پکتیا ولایتونوکې ۱۲ نوي ولایتي سړې خونه چې هر یوه یې د ۵۰۰ ټنو محصولاتو د ساتلو ظرفیت لري د جوړولو چارې پیل کړي. د دغو ۱۲ سړوخونو د جوړولو قرادادونه اوس مهال اعلان شوي دي.»
د هغه په خبره د ۸ سوداګریزو سړوخونو او ۱۲ ولایتي سړوخونو د کار په پیلېدو سره، چې ټولیز لګښت یې ۶۵ میلیون ډالره کیږي ټاکل شوې چې تر راتلونکي یوه کاله پورې به په ټولیزه توګه ۲۰ سوداګریز او ولایتي سړې خونې ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. دغه سړې خونې تر ډېره د هېواد د سبزیو او میوو له خوسا کېدو څخه مخنیوي کوي او د تازه میوو د وارداتو د کچې په ټېټولو کې مرسته کوي هغه وویل: «د میوو په موسم کې میوې په ډېره ارزانه بیه پېرل کیږي او ګاونډي هېوادونوته صادریږي چې وروسته بیا د ژمې په موسم کې همدغه میوي هېواد ته واردیږي او په ډېره لوړه بیه زمونږ پر هېوادوالو پلورل کیږي، دې ته په کتو د بازارونو د کنټرول او د میوو د صادراتو د ډېرولو یوازنۍ لار د سړو خونو جوړول دي.»
د کرنې په وزارت کې سمونونه
دکرنې وزارت ویاند همداراز وویل، چې په تېرو څلورو میاشتوکې د پروژو د پلي کولو د لړۍ د چټک کولو تر څنګ د دې وزارت یو بل اساسي لومړيتوتب مالي او ادراي فساد سره مبازه وه. هغه وول، چې د کرنې په وزارت کې ۴۴ پروژې شتون لري او ترټولو لویه ستونزه د موازي ادارو شتون وو. ښاغلي رستمي وویل: «موازي ادارې فساد ته لاره جوړوي، بروکرسي ایجادوي او په ورته وخت کې په کارونوکې خنډ او ځنډ راولي. له نېکه مرغه په تېرو ۳ میاشتوکې د پروژو ټول کلیدي تدارکاتي برخې د تدارکاتو د ریاست له یوه مرکزي برخې سره مدغم شوي دي. د ټولو موازي اداراتو لکه بشري منابع، نظارت، معلومات او مالي برخې ادغامول به هم په راتلونکو څو میاشتوکې بشپړشي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdj50fxyt0kk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته