دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۲۳
د مطلب کود : 157601
په تخار کې په یوه صحرايي محاکمه کې د یوې نجلۍ د وهلو په تور۳ تنه نیول شوي

 

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په تخار ولایت کې د یوې صحرايي محاکمې پرمهال د یوې ښځې د وهلو ټکولو په تور یې درې تنه نیولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش نن یکشنبې ازادي راډيو ته وویل چې په نیول شویو کسانو کې د نجلۍ ماما،خسر او ورور شامل دي.

ښاغلي دانش زیاته کړه چې یاده ښځه تر وهلو ټکولو وروسته په یوه کور کې پټه ساتل کېده چې اوس یوه خوندي ځای ته انتقال شوې ده.
نوموړي زیاته کړه:

"دغه ښځه په یوه کور کې پټه ساتل کېده، له هغه کور څخه وژغورل شوه، او یوه امن ځای ته انتقال شوه، ټاکل شوې د چاه اب ولسوالۍ مرکز ته انتقال شي او تر هغه وروسته به د تخار مرکز تالقان ته انتقال شي، فعلاً یاده ښځه د پولیسو تر څارنې لاندې ده او هیڅ کومه ستونزه نشته."

دانش ډاډ څرګند کړ چې په دغه قضیه کې ټول شامل کسان به ونیول شي.

د تېرې جمعې په ورځ په ټولنیزو رسنیو کې د دغه ښځې د وهلو ټکولو وېډیو خپره شوه چې د یو شمېر کسانو لخوا په عام محضر کې وهل کېږي.
تخار کې یوه ښځه، په صحرايي محکمه کې د یو شمېر کسانو له خوا وهل شوې
د یادې ښځې د وهلو ټکولو وېډیو تر خپرېدو وروسته یو ځل بیا په افغانستان کې د ښځو د وضعیت په اړه اندېښنې راپورته شوې.

تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، او تخار دیني عالمانو او مدني فعالانو له دولت څخه غوښتنه کړې وه چې په یاده قضیه کې شامل کسان ونیسي او قانون ته یې وسپاري.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور تر دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و چې دغه پېښه په قوس میاشت کې د چاه آب ولسوالۍ په رباط حمید الدین نومې کلي کې رامنځته شوې وه چې د وېډیو تر خپرېدو وروسته دوی خبر شول.

سرچينه : د صدای افغان بخری آژانس (آوا)
https://avapress.com/vdcfxedyyw6dtva.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته