په ننګرهار ولایت کې پر یو نیم زر دولتي بستونو د ګومارنې لپاره د کانکور ازموینه پرون واخېستل شوه.
د ننګرهار ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه بیان کې وايي چې د دولتي ادارو د پنځمو او شپږمو بستونو لپاره په دې ازموینه کې د درې زره ښځو په ګډون شاوخوا ۱۶ زره کسانو برخه واخېسته.
بیان د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له قوله لیکي چې نوموړی وايي، له دې ډلې څخه به یو نیم زر کسان بریالي شي چې ۷۰۰ کسان به د ښوونکو او پاتې په نورو دندو وګومارل شي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدماتو د خپلواکې ادارې د معلوماتو له مخې په ټول هېواد کې د ۱۸ زره تشو بستونو لپاره شاوخوا ۲۶۰ زره کسانو نومونه ثبت کړي وو چې له دې ډلې ۲۲۵ زره کسان په ازموینه کې د ګډون مستحق پېژندل شوي.
د دولتي بستونو لپاره کانکور ازموینه د فساد پر ضد د مبارزې او د ښې حکومتوالۍ لپاره د افغان حکومت د هڅو یوه برخه ده خو د حکومت مخالفین د دې پروسې پر شفافیت انتقاد کوي.