دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۵۶
د مطلب کود : 157639
ننګرهار کې د لښکر اسلام او داعشیانو ترمنځ خونړی نښته

د ننګرهار ولایت په مربوطاتو کې د لښکر اسلام او د اسلامي دولت نومې ډلې یا داعش وسله والو ترمنځ نښته شوې.

په ختیځ کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي، د دواړو غاړو ترمنځ نښته د اچین ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې او په ترڅ کې یې لږ ترلږه ۹ تنه وسله وال وژل شوي دي.

د سیلاب قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د نښتې په ترڅ کې د لښکر اسلام درې وسله او د داعشیانو شپږ وسله وال وژل شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغه نښته کې د لښکر درې وسله وال او د داعشیانو څلور وسله وال ټپیان شوي.

د دولت ضد وسله والې ډلې د داعش وسله والو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیلاب قول اردو چارواکي وایي، د نښتې په ترڅ کې ځایي اوسېدونکو ته کوم زیان نه دی اوښتې ده.

د لښکر اسلام او داعشیانو ترمنځ تازه نښته په داسې حال کې رمنځته کیږي چې د دواړو ډلو او نورو ترهګرو پر ضد پوځي عملیات هم جریان لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgwu9qyak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته