دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 157653
په تخار کې د یوې ښځې د صحرايي محکمې ۷ عاملین نیول شوي

د تخارولایت سیمه ییز چارواکي وايي، د دغه ولایت په چاه اب ولسوالۍ کې یې د یوې ۲۲ کلنې ښځې د صحرايي محکمې ۷ عاملین نیولي دي.

د تخار د والي ویاند سنت الله تیمور د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، په دغو نیول شویو کسانو کې اکثره یې په یادې صحرايي محاکمه کې د وهل شوې ښځې د کورنۍ غړي دي.

ښاغلي تیمور وویل، نیول شوي کسان توقیف خونې ته انتقال شوي چې د څېړنو لپاره عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

ښاغلي تیموري وویل:

"موږ تراوسه د دغې قضيې په تړاو اوه کسان نیولي، اوس په توقیف خانه کې دي او محاکمه شوې ښځه مو نهه بجې د ولایت مرکز ته را لېږدولې، اوس د امن په کور کې ده، روغتیايي حالت یې ښه دی، څو کسان نور هم زموږ په لېست کې دي، ورپسې یوو چې هغوی هم ونیول شي."

د تخار ولایت د چاه اب په ولسوالۍ کې دغې پېښې ته له هغې وروسته د خلکو او حکومت پام ور واوښت چې په ټولنیزو شبکو په ځانګړي ډول فیسبوک کې، د دغې ښځې د صحرايي محکمې ویډیو خپره شوه.

په ویډیو کې لیدل کېږي چې یوه ښځه د ګڼو خلکو په منځ کې ناسته او څو کسان یې په شدت سره په لښتو وهي.

سربېره پر دې، یو شمېر کسان یې په لغتو وهي او په ځمکه يې پرې باسي.

د ښاغلي تیمور په خبره، دغه پېښه د تخار ولایت د چاه اب ولسوالۍ د رباط حمیدالدین په کلي رامنځته شوې ده .

د تخار د والي ویاند د جمعې په ورځ ازادي راډیو ته دا هم ویلي وو چې د دغې ښځې مېړه له دوو کالو راهیسې په ایران کې اوسېږي.

نوموړي داهم ویلي وو چې دغه ښځه په دې تور صحرايي محکمې ته راکښل شوه چې ګواکې کور ته یې یو ځوان ننوتی او څو ساعته يې په کور کې تېر کړي دي.

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې ویاندې منیرې یوسف زاده ازادي راډیو ته وویل چې دغه ښځه ثریا نومېده او د دې د صحرايي محکمې یو شمېرعاملین نیول شوي دي.

په تخار ولایت کې د یوې ښځې صحرایي محکمه په افغانستان کې نوې پېښه نه ده.

شااوخوا دوه کاله مخکې د غور په ولایت کې د رخشانې په نامه یوه نجلۍ له کوره د تېښتې په جرم په یوې صحرايی محکمه ووژل شوه او په کابل ښار کې د فرخندې په نامه بله نجلۍ، د قران د سوځولو په تور، په وهلو ټکولو ووژل شوه او مړي ته یې اور واچول شو.

د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د صحرايي محکمو د مخنیوي په هدف پکار ده چې عدلي او قضايي ارګانونه د دغې پېښې له عاملینو سره غوڅ قانوني چلند وکړي.
د دغه کمېسيون ویاند بلال صدیقي ازادي راډیو ته وویل:

"دا یوجنایتکارانه او غیرانساني عمل دی چې د یوې ښځې د قربانۍ لامل شوی، موږ غواړو د قضيې له عاملینو سره قانوني چلند وشي او هیله ده چې د افغانستان دولت په دې برخه کې جدي اقدامات وکړي او هیچا ته اجازه ورنه کړي چې په خپل سر خلک مجازات کړي."

ښاغلی صدیقي وايي، په دې وروستیو کې داشان قضيې زیاتې شوې دي.

د ده په خبره، دوی د روان لمریز کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې ورته ۶ نورې قضیې هم ثبت کړې دي.

خو افغان چارواکو تل دا ویلي چې د ښځو پر وړاندې یې د تاوتریخوالي د مخنیوي په هدف، اړوندو ارګانونو ته جدي سپارښتنې کړې دي.

تازه تر دغې پېښې وروسته د افغانستان د ښځو چارو وزارت د یکشنبې په ورځ له دیني عالمانو او ملا امامانو غوښتي چې خلکو ته د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په برخه کې عامه پوهاوی ورکړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccpmqs12bqpe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته