دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۶ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۳۷
د مطلب کود : 157659
ملي تدارکاتو کمېسیون د ۳۳۳ میلیون افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون غونډې پرون ماښام په ارګ کې له ۳۳۳ میلیون څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت پنځه قراردادونه منظور کړل

 

–         د جمهوري ریاست د ساتنې عمومي ریاست لپاره د څارویو د غوښې د درې مورده تهیې او تدارک قرارداد.

–         د کلیو او پراختیا وزارت اړوند د کلیوالي صنایعو د انکشاف ملي پروګرام لپاره له لازمه موادو سره د غالیو اوبدلو ۵۰۰۰ دستګاو قرارداد تدارک.

–         د مالیې وزارت اړوند د ګمرکونو عمومي ریاست  ته د اړتیا وړ  ۶ سکنرونو د تهیې او تدارک قرارداد

–         د افغانستان د اوبو رسونې او ښاري کانالیزاسیون عمومي ریاست اړوند د ۶ ګونو زونونو لپاره د اوبو د ۲۶۰۰۰ مېټرونو د تهیې او تدارک قرارداد.

–         او د ملي دفاع وزارت د مخابرې ریاست د ستراتیژیکو اړیکو شبکې مرکزونو د نوري فایبر د مرکزي او ساحوي ۱۷ کیبل  سایټونو غځولو پروژې قرارداد.

سربېره پردې د ملي دفاع وزارت اړوند د نوي کمپیوټري سیستم د درې قلمه تجهیزاتو د قرارداد د فسخې غوښتنه هم تائید شوه.

غونډې  د ګمرکونو عمومي ریاست د اړتیا وړ شپږوسکنرونو د تهیې او تدارک پروژې پر منظورۍ د بحث پرمهال ټینګار وکړ، چې ګټونکی شرکت باید د دغو سکنرونو د ترمیم، ساتنې او مراقبت ظرفیت ولري او د مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په هېواد کې د سکنرونو د تخنیکي ساتنې او مراقبت جامع طرحه جوړه او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د شپږګونو زونونو لپاره د اوبو د ۲۶۰۰۰ مېټرونو پروژې د تهیه او تدارک په برخه کې څرګنده کړه، چې ګټونکی شرکت باید د خپلې مالیاتي تصفیې اسناد وړاندې کړي.

کمېسیون د ملي دفاع وزارت اړوند د  نوري فایبر کیبل د ۱۷ سایټونو پروژې پر تمدید د بحث پر مهال ټینګار وکړ، چې  د افغان ټېلي کام شرکت ستونزې او نیمګړټیاوې دې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت سره شریکې او د خدمتونو د ښه والي  لپاره دې جامع طرحه وړاندې شي.

په دې غونډه کې د جمهوررئیس دویم مرستیال استاد محمد سرور دانش، اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د مالیې، اقتصاد، عدلیې وزیرانو، د زیربنا په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار، د ملي تدارکاتو ادارې مسوولینو، د ملي شورا د مالي او بودجې کمېسیونونو، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون، د سیګار، د غوڅ ملاتړ سیسیتکا، د فساد پر ضد مبارزې شبکې او دافغانستان د روڼتیا څار بنسټ څارونکو حضور درلود

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwyaz3t1awq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته