کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنټاګون: افغان جګړه د امریکا لپاره د کال ۴۵ میلیارده ډالر لګښت لري

د صدای فغان خبری آژانس(آوا) , 18 دلو 1396 ساعت 11:56


پنټاګون وايي، د افغانستان جګړه د امریکا لپاره د کال ۴۵ میلیاره ډالره لګښت لري.

دا خبره د اسیا په چارو کې د امریکا د دفاع وزارت مرستیال رينډال شریور د سې شنبې په ورځ د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېټه کې د سناتوارانو د پوښتنو په ځواب کې وکړه.

ښاغلي شریور وویل په دې کلني لګښت کې پنځه میلیارده د افغان ځواکونو، ۱۳ میلیارده په افغانستان کې د مېشتو امریکايي ځواکونو او ډېره برخه نوره یې په لوژیستکي اکمالاتو او نورو چارو لګېږي.

په عین حال کې د امریکا د بهرینو چارو وزارت مرستیال جان سالیون د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کمېټې ته د خبرو پر مهال که څه هم په افغانستان کې د طالبانو وروستي خونړي بریدونه د شاتګونو په توګه یاد کړل، خو ټینګار یې وکړ چې د جګړې په ډګر کې طالبانو ځواک کم شوی دی.

د سالیون په وینا، دا ډله د خپلو ټولو هڅو سربېره د کومې ګڼ مېشتې سیمې او یا مرکز په نیولو نه ده توانېدلې.

د امریکا د دفاع وزارت مرستیال رينډل شریور د امریکا د سنا د بهرنیو اړیکو کېمټې ته وویل، د افغانستان د کرکېچ سیاسي هواری او پخلاینه د امریکا د نوې ستراتیژۍ مهمه برخه ده او دوی به د افغان امنیتي ځواکونو سره د طالبانو خلاف جګړه کې په ټول وس مرسته وکړي، څو طالبان د سولې خبرو کې شمولیت ته حاضر شي.


د مطلب کود: 157784

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/157784/پنټاګون-افغان-جګړه-د-امریکا-لپاره-کال-۴۵-میلیارده-ډالر-لګښت-لري

آوا
  https://www.avapress.com