دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۲۷
د مطلب کود : 157895
خوست کې د یوې کورنۍ اوه غړي وژل شوي

د خوست په تريزايي او عليشېرو ولسوالۍ کې د کمپاين په نوم افغان امنيتي ځواکونو تېره شپه په عملياتو کې د يوې کورنۍ اووه غړي وژلي دي.

د خوست امنيې قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال عبدالحنان ځدراڼ له امريکاغږ سره په خبرو کې وويل، چې عمليات کمپاين ځواکونو تېره شپه د يادې شوې ولسوالۍ د بټۍ تاڼې په سيمه کې کړي.

نوموړي زياته کړه، چې تر اوسه پورې دوی ته د مرګ په اړه چا رسمي معلومات نه دي ورکړي، خو په خوست کې د کوچيانو شورا يوه غړي حاجي ګل مرجان تاييد کړه چې په يادو عملياتو کې اوه کسان وژل شوي دي.

په همدې حال کې د سيمې يوه اوسېدونکي علي جان امريکاغږ ته وويل، چې عمليات د ده د وروڼو پر کور شوي، چې په نيتجه کې يې د ده پنځه وروڼه، يو وراره او يو يې تره زوی وژل شوي دي.

علي جان وويل، چې وروڼه يې له ده نه بېل وو، هغوی د بټۍ تاڼې په سيمه کې اوسېدل او دی په خپله د خوست د مرکز اړوند په غازي اباد کې کور لري، نوموړي زياته کړه، سهار وختي خبر شو چې وروڼه يې وژل شوي دي.

په خوست کې مېشت کمپاين ځواکونه معمولاً له رسنيو سره هيڅ ډول تماس نه لري او نه يې هم د يادو شويو عملياتو په اړه کوم څه ويلي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcao0n6m49nma1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته