دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۴۰
د مطلب کود : 157995
افغان پلاوی اسلام اباد ته ورسېد
ویلکږی، افغان د بهرنیو چارو د مرستیال وزیر حکمت خلیل کرزي په مشرۍ افغانستان پلاوي له پاکستاني چارواکو سره د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان، په اړه ترمنځ د عمل پلان خبرو ټه دوام وړکوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلی، د روانې فبرورۍ په درېمه د پاکستان د باندنیو چارو د مرستیال وزیرې تهمینې جنجوعه په مشرۍ پلاوی کابل ته راغی او په دې پلان یې له افغان چارواکو سره خبرې وکړې. د یاد وړدی، چې د دواړو خواو ترمنځ خبرې به نن دوام وکړي. په کابل کې د دواړو خواوو د تېرې اوونۍ له خبرو وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت سرګندوی، له افغان پلاوي سره د پاکستاني چارواکو خبرې په صمیمي فضا کې وشوې او دواړه پلاوي وتوانېدل چې د (APAPPS) په اجنډا کې څه پرمختګ وکړي. په خبر پانه کی وړاندې ویل شوي، لا هم ځینې برخې شته چې باید پرې خبرې وشي او موافقه پرې وشي. دواړه خواوې ژمنې دي چې پر (APAPPS) یوې موافقې ته تر رسېدو پورې به خبرو ته دوام ورکړي. افغان پلاوی د شنبې په ورځ اسلام اباد ته ورسېد. ویلکږی، د سولې او پیوستون لپاره د افغانستان – پاکستان د عمل پلان (APAPPS) له تروریزم سره د مبارزې، د جګړې د کمېدو، سولې او پخلاینې، د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو او د ګډ اقتصادي انکشاف په اړه د دوو هیوادونو د همکارۍ د عمل ګډ پلان دی.
https://avapress.com/vdcb9zb8srhbs9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته