دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۰
د مطلب کود : 158050
هلمند ولایت کی ۹ تنه وسله والو طالبانو وژل شوی دی
د هلمند ولایت چارواکی وایی، په دی ولایت کی افغان امنیتی هوایی عملیات کړی دی.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانش د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفتر نه خبر شوی خبر پانه کی ویلی، د هوايي ځواکونو په مرسته د افغان ګډو ځمکنيو ځواکونو عمليات چي په نادعلي، سنګين او ګرمسير ولسواليو کې د وسله والو طالبانو د له منځه وړلو او په سيمه کې د لا امنيت د ټينګښت لپاره په لار اچول شوي. سرچنیو وایی، دغه عملیاتو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې يې په پايله کې د هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو پر مهال (9) تنه وسله وال طالبان وژل شوي (1) تن ټپي (2) عرادې ډاټسن موټر په نښه او له منځه وړل شوي دي . خبر پانه زیاتوی، د يادو عملياتو په لړ کې(27) کړۍ ماينونه کشف او چاودنه ورکړل شوې ده. خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcenv8z7jh8n7i.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته