دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۳
د مطلب کود : 158122
د پاکستان پوځ جنرال قمر جاوید باجوه کابل ته رسېدلی
د راپورونو له مخې، د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید په یوه رسمي سفر کابل ته رسېدلی دی.

پاکستاني رسنیو د پوځي سرچېنو په حواله لیکلي، چې جنرال باجوه په پلازمېنه کابل کې د پوځ د مشرانو په یوه کنفرانس کې د ګډون په موخه کابل ته سفر کړی.
ټاکل شوې چې په دغه کنفرانس کې د افغان پوځ لوی درستیز، د امریکا مرکزي قومانداني مشر جنرال جوزق وټل، او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت قوماندان جنرال جان نیکولسن هم ګډون وکړي.
د پاکستان پوځ لوی درستیز په داسې حال کې کابل ته سفر کوی چې وروستي امنیتي او سیاسي تحولاتو د کابل او اسلام اړیکې ډیر سړې کړې دي.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند احمد شکیب مستغفني د یکشبنې په ورځ وول، چې د «سولې او یووالي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان» په چوکاټ کې د دواړو هېوادونو ترمنځ مذاکرات کومه مطلوبه نتیجه نه ده ورکړې.
ښاغلي مستغني وویل، چې اسلام اباد ته د افغان پلاوي د سفر په ترڅ کې او له پاکستاني چارواکو سره د خبرو په پایله کې هغه موضوعات چې د افغانستان لپاره اړینې ګڼل کیږي، پرې کومه موافقه نه ده شوې.
د مستغني په وینا، له ترورېزم سره مبارزې، د تاوتریخوالي په کمولو او د سولې لپاره د جوړجاړي په برخو کې نتیجه محوره او مشخصه اقدامات د افغانستان په لومړیتوبو کې شامل وو چې پرې بحث او خبرې هم شوي.
 خو ښاغلي  مستغني وایي د خبرو په پایله کې افغان پلاوي له پاکستان سره د دغو موضوعاتو په اړه موافقې ته نه ده رسېدلي او له همدې امله د «سولې او یووالي لپاره د افغانستان او پاکستان د عمل پلان» د کار د دوام لپاره هیڅ پرېکړه نه ده شوې.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcewv8zwjh8nzi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته