جګړې د دغو کسانو د بېځایه کېدو اصلي لامل ښودل شوی دی.
د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري مرستو د ادارې په یوه خبرپاڼه کې دغه راز راغلي چې په تېره یوه اوونۍ کې نېږدې دولس نیم زره افغانان له نورو هېوادونو خپل هېواد ته بېر ته ستانه شوي دي.
اعلامیه زیاتوي، په تېره یوه اوونۍ کې له څه باندې دېرشو زرو بېر ته ستانه شویو کډوالو کورنیو او هغو سره چې د بېځایه شویو کسانو کوربانه دي، مرستې وېشل شوي دي.
تر دې وړاندې د افغانستان د کډوالو او بېر ته راستنېدونکو چارو د وزارت مطبوعاتي سلاکار حفیظ احمد میاخېل آزادي راډیو ته ویلي وو چې یوازي په ۲۰۱۷ مېلادي کال کې شپږ سوه زره افغانان تر ډېره د جګړو او ناامنیو له کبله بېځایه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)