کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د زابل او کندهار لاریونوالو د دیورند کرښې د بنسټیز حل غوښتنه وکړه

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 دلو 1396 ساعت 16:31

د زابل او کندهار ولایتونو په ښارونو کې لاریونوالو د ملګرو ملتونو له لارې د دیورند کرښې د بنسټیز حل غوښتنه راپورته کړه.


لاریونوالو دغه راز په پاکستان کې د پښتنو له پاڅون هم ملاتړ کړی دی.
دغه راز د زابل ولایت لاریونوالو ټینګار کړی، چې د زابل خلک د لوی افغانستان غوښتونکي دي او وایي، چې د خپل څرګند حق د ترلاسه کولو پورې به مو دا لاریون او پاڅون روان ساتلی وي.
لاریونوالو دا هم په ډاګه کړې، چې پاکستان د افغانانو په وړاندې د دسیسو بهیر روان ساتلی دی. دوی دې وپوهیږي، چې که بنسټیز حل ونمني؛ د دیورند کرښې دواړو خواوو ته پراته افغانان او بلوڅان به یې په وړاندې روان لاریون پراخه او نور هم وغزوي.
په زابل او کندهار کې لاریونونه په داسې حال کې پیل شول، چې د پاکستان او افغانستان لپاره د بریتانیا د لومړي وزیر استازي د آریانا نیوز له پس از خبر خپرونې سره په خبرو کې وویل، چې د دیورند کرښې په اړه دې افغانستان او پاکستان ګډه پرېکړه وکړي او دواړه هېوادونه دې دغه مسله حل کړي.
له دې مخکې د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د پاکستان د پښتنو له پاڅون او لاریونونو د ملاتړ غږونه پورته شول؛ خو د ملاتړ په دې لاریونونو کې د دیورند کرښې په اړه څه نه دي ویل شوي. دا لومړی ځل دی، چې د کندهار او زابل خلکو د دیورند کرښې د بنسټیز حل لپاره د ملګرو ملتونو د منځګړیتوب غوښتنه وکړه.


د مطلب کود: 158169

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158169/د-زابل-او-کندهار-لاریونوالو-دیورند-کرښې-بنسټیز-حل-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com