د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري وایي، دا پاکستان دی، چې له ترورستانو ملاتړ کوي. زمونږ هیله د غونډې له ګډونوالو داده، چې دوی هم له مونږ سره د ګډ دریځ لرونکي شي او له ترهګرو څخه پر ملاتړ کوونکي هېواد فشار راوړي، چې له ملاتړه یې لاس واخلي.
د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتود دفتر رییس فرامرز تمنا وایي، چې له ترهګرو ملاتړ نه کول اسلام آباد په آسانه؛ نه پرینږدي؛ ځکه دا هېواد په سیمه کې د ترهګرۍ ساتونکی دی.
سیاسیون له پاکستان څخه غوښتنه کوي، چې د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې خپله کړنلاره بدله کړي.
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار وایي، په خواشینۍ، چې پاکستان پر خپل سیاست نوې کتنه نه ده کړې او تر دې دمه ترهګر د وسیلې په توګه کاروي؛ ځکه، نو د پاکستان دغه کړنه باید بدله شي.
د مرکزي آسیا لوی درستیزان پرون او د پاکستان هغه نن سهار د یو پلاوي په مشرۍ کابل ته راغلي دي.
د افغانستان او پاکستان اړیکې دا مهال تر ټولو په ټیټه کچه کې دي او کابل وایي، چې پاکستان ترهګر پر ښو او بدو وېشي او د افغانستان په ورانۍ کې لاس لري؛ خو پاکستان دغه څرګندونې نه مني او ځان د ترهګرۍ قرباني بولي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)