دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۲۸
د مطلب کود : 158198
په فراه ولایت کې امنیتی پوستو باندی د طالبانو بریدونه په شا ټمبول شوی
  د فراه ولایت امنیتی چارواکې خبر ورکوی چی ددی ولایت پشت کوه ولسوالی کې ۱۸ تنه طالبان وژل شوی او ټپیان شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، اقبال باهر، فراه پولیسو قوماندی ویاند وویل: تیره شپه طالبان د پشت کوه په ولسوالی کې څو امنیتی پایګاوو باندی برید کړی د هیواد امنیتی ځواکونو له لوری په شا وټمبول شو.
هغه زیاته کړه: ددی بریدونو په لړکې، ۱۰ تنه طالبانو وژل شوی او ۸ تنه نور ټپیان شوی دی.
د فراه پولیسو قوماندی ویاند ادامه ورکړه: د طالبانو پوره ماتې لپاره نن سه شنبه د دلو په ۲۴ په فراه کې امنیتی ځواکونو پراخ عملیات شروع شوی دی.
دا عملیات په داسی حال کې په فراه کې ترسره کیږی چی دوه اونۍ مخکې طالبان ددی ولایت ساختمان تر دری کیلومتری پوری نږدی شوی وو او په لړکې یی محمد عارف شاه جهان خپل لوری څخه استعفا ورکړه او عبدالبصیر سالنګی ددی ولایت والی په حیث وګمارل شو.
 
https://avapress.com/vdchw6nz623nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته