دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۳:۳۲
د مطلب کود : 158199
جنرال جاوید کابل ښار ته راورسید
د پاکستان لوی درستیز جنرال جاوید باجوه کابل ته رسیدلی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د پاکستان لوی درستیز نن ورځ کابل ته راورسېد چې د لوی درستیزانو په کنفرانس کې ګډون وکړي.
ویلکږی، په یاد کنفرانس کې د افغانستان لوی درستیز او د امریکا د قواوو مرکزي قوماندان جنرال جوزیف فوټل او په افغانستان کې یو شمېر مېشت جګپوړي امریکايي قوماندانان ګډون کوي.
همدا راز د ازبکستان او قزاقستان لوی درستیزان هم په دې غونډه کې، چې د جوړېدو نوښت یې امریکا کړی دی، ګډون کوي.
بلخوا له ارګ څخه په یوې اعلامیه کې د ولسمشر اشرف غني له قوله ویل شوي چې وایي، افغانستان ته د دغو چارواکو سفر به په تېره بیا په پوځي برخه کې د درې واړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو یو نوی فصل پرانیزي.
د یاد وړدی، د ازبکستان او قزاقستان لوی درستیزان به نن په کابل کې د افغانستان د دفاع وزارت او په دغه هېواد کې د ناټو ځواکونو له لوړپوړو چارواکو سره خبرې کوي.
د پاکستان په خاوره کې د افغان ترهګرو د پناهځایونو له منځه وړل د افغانستان اصلي غوښتنه وه خو پاکستان وویل، دا کار تر هغو نه شي کولی چې ټول افغان کډوال افغانستان ته تللي نه
https://avapress.com/vdci3vaz3t1awz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته