دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 158205
له طالبانو سره د پټو خبرو راپورونو په اړه د ملي امنیت شورا غبرګون
د افغانستان د ملي امنیت شورا د هغهو راپورونو په اړه غبرګون وښود چې ګواکې له طالبانو سره پټې خبرې روانې دي.

د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې د اسوشیټییډ پرس هغه راپور ناسمه ده چې په لیکل شوي چې د افغانستان د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف او د افغانسان ملي امنیت رئیس په جلا جلا له وسله والو طالبانو سره په خبرو بوخت دي.

خبرپاڼه زیاتوي، چې د افغانستان د ملي امنیت شورا له هغو وسله والو سره د خبرو ملاتړ کوي چې له تاوتریخوالو لاس واخلي.

په خبرپاڼه کې دا هم راغلي دي، چې د ملي امنیت شورا یوازې د افغانستان د سولې عالي شورا تر مشری له وسله والو طالبانو سره د خبرو ملاتړ کوي.

د اسوشیټیډ پرس د راپور له مخې، د وروستیو بریدونو په پایله کې چې په ترڅ کې یې تر ۲۰۰ کسان ووژل شول، افغان چارواکي له وسله والو طالبانو سره خبرې پیل کړي دي په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دغو بریدونو په غبرګون کې له وسله والو طالبانو د سولې خبرو شونتیا رد کړی وه.

ولسمشر ټرمپ د جنوري په میاشت کې وویل، چې زه فکر نه کوم چې موږ دا مهال د سولې لپاره خبرو ته چمتو یو. هلته (افغانستان کې) بل ډول جګړه روانه ده. دوی (طالبانو) له توپیر پرته بې ګناه خلک وژني او د بې ګناه خلکو د وژنې بهیر روانې دي. د ماشومانو او کورنیو ترمنځ چاودنې کیږي او په ټول افغانستان کې چاودنې او وژنې روانې دي.

ولسمشر ټرمپ زیاته کړه، چې له همدې امله موږ نه غواړو له طالبانو سره خبرې وکړو او دا کار به ډېر وخت ونیسي.

د امریکا ولسمشر ټینګار یې وکړ چې موږ هغه څه ختموو چې باید یې کړو.
https://avapress.com/vdcgz79qnak9nx4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته