دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۵
د مطلب کود : 158206
پاکستان پوځ مشر: ترهګرې ډلې د ۲،۷ میلیون افغان کډوالو له شتون څخه ګټه اخلي
د پاکستان پوځ په یوه بیان کې د جنرال باجوه په حواله کې لیکلي، چې د سیمې سولې او امنیت د افغانستان له امنیت سره تړاو لري ځکه افغانستان د سیمې لپاره د سولې لاره ګڼل کیږي.
د پاکستان پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه وایي، د ترهګرو ډلو ځینې پاتې شوني په دغه هېواد کې میشت د ۲،۷ میلیون افغا کډوالو شتون څخه ګټه اخلي.

نوموړی په دې اړه تېره ورځ په کابل کې د پوځي مشرانو په غونډه کې د ونیا پر مهال خبر ورکړ.

د پاکستان پوځ په یوه بیان کې د جنرال باجوه په حواله کې لیکلي، چې د سیمې سولې او امنیت د افغانستان له امنیت سره تړاو لري ځکه افغانستان د سیمې لپاره د سولې لاره ګڼل کیږي.

جنرال باجوه زیاته کړه، چې پاکستان په خپله خاوره کې د ټولو ترهګرو ډلو امن ځایونه له منځه وړي دي او د ترهګرو ځینې پاتې شوني چې د افغان کډوالو له شتون څخه او د پولې په اوږدو کې د منظمه مدیریت له نشتوالي څخه د ګټې اخیستلو هڅې کوي، د هغوي پر وړاندې به پوځي هلې ځلې د راد الفساد عملیاتو په چوکاټ کې دوام ومومي.

هغه ډاډ ورکړ، چې هیڅکله به اجازه ورنه کړي ترڅو د پاکستان خاوره د نورو هېوادو پر ضد وکارول شي او پاکستان هم له نورو هېوادونو څخه د ورته دریځ تمه لري.

د پاکستان پوځ په وینا، جنرال باجوه په پایله کې د سیمې سولې او امنیت لپاره پر ګډو هلو ځلو او همکاریو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې پاکستان ژمن دی ترڅو په دې اړه خپل رول ولوبوي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان او امریکایي چارواکو تل ادعا کړي چې د طالبانو او د حقاني شبکې امن ځایونه د پاکستان په مهمو ښارونو کې وجود لري.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchv6nz-23nmid.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته