دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۳
د مطلب کود : 158207
امریکا پاکستان د ترهگرو د مالي ملاتړو په لسټ کې اچوي
د پاکستان یو لوړپوړی چارواکی وایي چې د مالي منابعو د څارنې اداره پلان لري چې پاکستان د ترهگرو د ملاتړو ملکونو په لسټ کې واچوي او پاکستان ته په قاچاقي ډول د پیسو د انتقال څارنه هم وکړي.


پاکستان په وروستیو کې کوښښ کوي چې د هغو ملکونو په لسټ کې وا نه چول شي چې د ترهگرو د مالي سرچینو په ضد یې اقدامات نه وي کړي. که چیرته د پاکستان نوم د مالي منابعو د څارنې د ادارې په دغه نوملړ کې واچول شي نو دا به د پاکستان اقتصاد ته تاوان ورسوي.

امریکا په وروسیتو کې پریکړه کړیده چې په پاکستان فشار زیات کړي چې په دغه ملک کې د ترهگرو په ضد اقدامات وکړي. هم پدې لړ کې واشنگټن اسلام اباد ته شاوخوا دوه ملیارده ډالرې امنیتي مرستې وځنډولې.

پاکستان چې مدام پې په افغانستان او هند کې د ترهگرو د ملاتړ تورونه ردکړیدي په وروستیو کې یې د امریکا دغه ډول تورونو ته سخت ځوابونه ویلي دي.

د مالي منابعو د څارنې د ادارې غړي راتلونکي اونۍ په پارس کې غونډه کوي. داسې اټکل کیږي چې په دغه غونډه کې به د پاکستان په هکله هم پریکړه وشي.

د پاکستان د مالیې سرپرست وزیر مفتاح اسمعیل رویټرز ته وویل چې امریکا او برتانیې دغه پلان یو څو اونۍ مخکې تیار کړیدی او اوس یې د فرانسې او جرمني نه هم غوښتي چې پدې لړ کې ورسره مرسته وکړي.

مفتاح اسمعیل وویل "مونږ د برتانیې، امریکا او د جرمني سره کار کوو چې د دغو ملکونو د لسټ نه زمونږ نوم ایسته کړي." هغه وویل چې مونږ هیله لرو چې که چیرته امریکا مونږ بیا هم په دغه لسټ کې شاملول غواړي او نور هیوداونه یې و نه غواړي نو د دې کار مخه به ونیول شي.

د مالي منابعو د څارنې ادارې پاکستان د ٢٠١٢ کال نه د ٢٠١٥ کاله پورې په دغې نومړ کې شامل کړی و.

د امریکا یو لوړپوړې چارواکې وایي چې پاکستان یواځې د هغو ترهگرو په ضد اقدامات کوي چې د هغوي ایجنډې ته تاوان رسوي. هغه زیاته کړه چې اوس یې وخت دی چې پاکستان د ترهگرو د ملاتړ نه لاس واخلي.

پاکستاني چارواکي وایي چې که د مالي منابعو د څارنې ادارې هغوي په خپل نوملړ کې شامل کړل نو دا به د پاکستان اقتصاد ته لویه ضربه ورسوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciuvazyt1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته