د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وایي، سږ کال به په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو شمېر تر ۱۶ زرو ته لوړ شي.
نوموړی تېره ورځ په یوه خبرې کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل، چې د ناټو ۲۸ متحدین او همکار هېوادونه په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر د لوړولو ژمنې کړې دي.
ښاغلي سټولټنبرګ زیاته کړه، چې دغه هېوادونه به د ناټو د روزنې ماموریت په چوکاټ کې افغانستان ته کابو درې زره سرتېري واستوي او د تېر کال په پرتله سږ کال به د نړیوالو ځواکونو شمېر تر ۱۶ زرو ته لوړ شي.
د ناټو عمومي منشي له افغانستان سره د یاد سازمان پر ژمنو ټینګار وکړ او زیاته یې کړه چې دا د افغانستان له امنیت سره د ناټو سازمان یوه واضیح او روښانه ژمنتیا په ډاګه کوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ناټو عمومي منشي د ۲۰۱۷ میلادي کال په نوامبر میاشت کې ویلي وو، چې نړیوال ځواکونه به د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ځانګړو قطعاتو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي.
په همدې حال کې افغان حکومت او د افغانستان متحدین وایي، د افغانستان پوځ ځانګړي ځواکونه د ترهګرو د ځپلو په برخه کې ډیر اغیزمن ثابت شوي دي او ټاکل شوې چې د دغو سرتېرو شمېر او د افغانستان هوایي ځواک تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې درې برابره زیات شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)