دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۴۵
د مطلب کود : 158244
قاطع ملاتړ: د لوی درستیزانو ناسته د حالاتو ارزونې لپاره ښه موقع وه
په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت وايي، چې د فبرورۍ په دوولسمه او دیارلسمه د افغانستان، پاکستان، قاطع ملاتړ اود منځنۍ اسیا د هیوادونو د لوی درستیزانو او لوړ پوړو پوځي چارواکو غونډه په سیمه کې د ثبات او د افغانستان سولې لپاره د بحث یوه ښه موقع وه.

د قاطع ملاتړ د ماموریت د عامه اړیکو مسؤل کپټان ټام ګریسبک امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د سیمې د هیوادونو لوی درستیزان او لوړپوړي پوځي چارواکي تېره او اوړمه ورځ په کابل کې سره را غونډ شوي وو او په سیمه کې یې په سیمیزو مسؤلو په تېره بیا امنیتي او دفاعي مسلوخبرې وکړې.

ټام ګریسبک وویل "دا ناسته رهبرانو ته یوه موقع وه چې له نږدې یو بل سره وګوري او د ګډو ګټو د خوندیتوب او ودې لپاره په ځانګړي ډول په افغانستان کې د تل پاتې سولې او د سیمې ثبات لپاره فرصتونه مشخص کړي".

پدې ناسته کې د افغانستان لوی درستیز جنرال محمد شریف یفتلي، د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر باجوه، د ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان، قزاقستان او قرغیزستان لوی درستیزانو او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو عمومي قومندان جنرال جان نیکولسن برخه اخېستې وه.

د افغانستان د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې دا ناسته د ترهګرۍ په ضد د مبارزې د همغږۍ لپاره د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ له خوا را غوښتل شوې وه.

جنرالوزیري وویل" ددې ناستې دوه هدفونه وو، یو له ترهګرۍ سره مبارزه او بله له مخدره موادو سره مبارزه. په دواړو برخو کې په همغږۍ خبرې وشوې".

بل لورته د تمې پرخلاف کابل ته د پاکستان د پوځ د مشر د سفر پر مهال هغه سره د افغان حکومت د مشرانو لیده کاته ونه شول.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل، چې کابل ته د جنرال باجوه سفر پر مهال ولسمشر محمد اشرف غني سره د هغه د کتنې کوم پروګرام نه وو ټاکل شوی، نو ځکه د هغه او ولسمشر غني ترمنځ کتنه نه ده شوې.

افغانستان جمهوري ریاست د دوشنبې په ورځ په ارګ کې د ولسمشر غني سره د منځې اسیا د دوو هیوادونو ازبکستان او قزاقستان دلوی درستیزانو د کتنې خبر ورکړی وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxoevxuqei8z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته