د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، دغه ژمنه د چهارشنبې په ورځ (فبروري ۱۴) په کویټ کې د عراق د بیارغونې لپاره د مرستندویه هیوادونو په غونډه کې وکړه.
ترکیه د عراق د بیا رغونې لپاره پنځه میلیارده ډالر ورکوي
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 25 دلو 1396 ساعت 17:22
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، دغه ژمنه د چهارشنبې په ورځ (فبروري ۱۴) په کویټ کې د عراق د بیارغونې لپاره د مرستندویه هیوادونو په غونډه کې وکړه.
ترکیه د عراق په بیارغونه کې د سعودي په پرتله درې چنده برخه اخلي.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو، دغه ژمنه د چهارشنبې په ورځ (فبروري ۱۴) په کویټ کې د عراق د بیارغونې لپاره د مرستندویه هیوادونو په غونډه کې وکړه.
په دې غونډه کې سعودي عربستان د ۱،۵ میلیارد ډالو، قطر د یو میلیارد او متحده عربي اماراتو د ٥٠٠ میلیون ډالرو ژمنې وکړې.
په عراق کې د اسلامي دولت یا داعش تر ماتې وروسته ددې هیواد له دریو نه یوه برخه کنډواله شوې ده او په همدې خاطر په کویټ کې د مرستندویه هیوادونو کنفرانس جوړ شوی چې له جگړې وروسته عراق په بیارغونه کې برخه واخلي.
جرمني هم ژمنه کړې چې ٥٠٠ میلیونه یورو د عراق په بیارغونه کې مرسته وکړي. په عراق کې د داعش له ماتې وروسته سعودي عربستان ژمنه وکړه چې د عراق د بیارغونې لپاره به ١،٥ میلیارد ډالره مرسته وکړي.
کویټ هم ژمنه کړې ده چې د عراق د بیارغونې لپاره به هغه هیواد ته یو میلیارد ډالرو پور ورکړي او یو میلیارد نور ډالر به په هغه هیواد کې په مستقیمه توگه پانگونه وکړي.
د عرب پولي صندوق چې مرکز یې په کویټ کې دی د عراق د زیربناو د بیارغونې لپاره د ١،٥ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه. د اسیا پرمختیایي بانک هم د ٥٠٠ میلیون ډالرو د ورکړې ژمنه کړې ده.
په مجموعي توگه عراق هڅه کوي چې د مرستندویه هیوادونو څخه څه دپاسه ۸۸ میلیارد ډالر مرسته ترلاسه کړي چې جنگ ځپلې سیمې په ځانگړې توگه د موصل ښار پرې ورغوي.
د مطلب کود: 158245