کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

طالبان فراه ولایت کې د نظم عامه ۷ سرتیری وژلی دی

  یو امنیتی پوسته د بالابلوک په ولسوالی دارستان ولسوالی کې د طالبانو په لاس سقوط کړی او طالبان ددی پوستې سرتیری وژلی دی.

26 دلو 1396 ساعت 17:37

سیمه ایز چارواکې د فراه په ولایت کې وایی چی د بالابلوک ولسوالی دارستان ولسوالی نکې یو امنیتی پوسته د طالبانو په لاس سقوط کړی او طالبان ددی پوستی سرتیری وژلی دی.



د آوا په ګزارش سره، فرید بختور د فراه ولایتی شورا مشر ددی پیښی په تاییدولو سره وویل چی دوه نور سرتیری هم په دی پیښه کې ټپیان شوی دی.
له بل لوری یو امنیتی مقام چی ونه غوښتل نوم یی واخیستل شی، د آریانا نیوز سره په خبرو کې تایید کړی چی طالبانو ته کوم زیان نه دی رسیدلی، خو تلفاتو دقیق آمار یی معلوم نه دی.
دا په داسی حال کې دی چی د فراه ولایتی شورا مشر ډیر ځلی خپلو مصاحبو کې ټینګار کړی دی چی مرکزی حکومت یواځې فراه عواید ته اړتیا لری خو ددی عوایدو په وړاندی هیڅ خدمات نه ترسره کوی.
 


د مطلب کود: 158324

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158324/طالبان-فراه-ولایت-کې-د-نظم-عامه-۷-سرتیری-وژلی-دی

آوا
  https://www.avapress.com