په سویل ارزګان ولایت کې ځایي امنیتي چارواکي وایي، د امریکایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې د طالبانو یوه ځایي ډلمشر ملا غازي وژل شوی دی.
چارواکي زیاتوي، چې په افغانستان کې میشت امریکایي ځواکونو د چهار شبنې په ورځ ناوخته د ترینکوټ ښار په مربوطاتو کې د طالبانو په یوه پټنځای هوایي برید ترسره کړل چې په ترڅ کې شپږ تنه وژل شوي.
په ترینکوټ ښار کې د ملي پولیسو یوه سرچینه تائید کړه چې په دغه برید کې د لږ تر لږه څلور وسله وال ټپیان هم شوي دي.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو پر پټنځای تازه هوایي برید د ګرم آب په سیمه کې ترسره شوې او په ترڅ کې د طالبانو یو شمېر وسلې او مهمات هم لمنځه تللي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونی هم د ورته هوایي برید په ترڅ کې لږ تر لږه ۵ تنه وسله وال ووژل شول او ۴ نور ټپيان شوي وه.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)