دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۴۷
د مطلب کود : 158367
پنټاګون د افغانستان د جګړې د پرمختګ په اړه شک څرګند کړی
د امریکا د دفاع وزارت د څارنې یا تفتیش ادارې د افغانستان په شپاړس کلنه جګړه کې د پرمختګ په اړه شک څرګند کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان د جګړې په اړه د مهمو معلوماتو پر خپرېدو لګول شوی محدودیت به د امریکا د ستراتېژۍ د موثریت ارزونه ګرانه کړي
د امریکا د دفاع وزارت د تفتیش دفتر په یوه رپوټ کې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې په ګډه جوړ کړي، ویلي، سره له دې چې امریکا درې نیم زره اضافي عسکر استولي او پر وسله والو طالبانو هوايي حملو ته یې شدت ورکړی، د افغانستان حکومت نه دی توانېدلی چې د ۲۰۱۷مېلادي کال تر پایه، د خپلې واکمنۍ کړۍ پراخه کړي او امنیتي وضعیت په عمومي ډول له بن بست سره مخامخ و.

د امریکا ولسمشر تېر کال، په اګست میاشت کې د افغانستان لپاره خپله ستراتيژي اعلان کړه.

د امریکا د دفاع وزارت د تفتیش ادارې رپوټ پرون جمعه خپور شو.

رپوټ وايي، په دې اړه چې نوې ستراتيژي به وسله وال طالبان د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته راولي، قضاوت کول مخکې له وخته کار دی.

په افغانستان کې د نوې ستراتېژۍ د اغېزمنتوب ارزونه ګران کار دی ځکه د افغانستان د حکومت د غوښتنې پر اساس، د داسې مهمو معلوماتو لکه د افغانستان د پوځ د تلفاتو شمېر، بندیز لګول شوی دی.

رپوټ وايي، د افغانستان د پوځ د شمېر او په جګړه کې د هغوی د موقف او په دې اړه چې هغوی تر کومه حده جنګ ته چمتو شوي د معلوماتو پرخپرولو بندیز لګېدلی دی.

د امریکا په مشرۍ ائتلافي قواوو همدا راز په افغانستان کې د نوي ملېشه ملي پوځ د جوړولو د امکان په اړه هم د معلوماتو پر خپرولو بندیز یا محدودیت لګولی دی.
 
https://avapress.com/vdcfvcdyew6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته