دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۴
د مطلب کود : 158385
حکمتیار طالبانو ته: د اسلامي حزب لاره غوره کړئ
د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار یو ځل بیا پر طالبانو غوږ وکړ، څو راشي او د سولې له بهیر سره یوځای شي.
حکمتیار وویل طالبان دې هغه لاره غوره کړي چې اسلامي حزب غوره کړ، ځکه چې په وینا یې دوی نشي کولی د جګړې له لارې بریا ترلاسه کړي.
ښاغلي حکمتیار چې نن شنبې یې ارګ کې له افغانستان څخه د شوروي ځواکونو د وتلو نهه ویشتم کال لمانځغونډه کې خبرې کولې، ټینګار وکړ چې هیڅوک د افغانستان روانه جګړه نشي ګټلی.
حکمتیار وویل: "ټول باید په دې هوکړه وکړو چې د جنګ عوامل باید پای ته ورسوو که هغه د قدرت اقتدار وی، که د ځمکو غصب یا نورڅه وي."
هغه همداشان ټینګار وکړ چېباید تیرې خبرې هیرې شي او هڅه وشي چې د خلکو په خوښته منتخب حکومت رامنځته شي.
هغه زیاه کړه: "راځئ ژمنه وکړو چې راتلونکي ټاکنې شفافې ترسره شي او پایلې یې ومنو."
حکمتیار وویل که څه هم چې د موجوده حکومت غړي نه دي او د دې حکومت ډيری غړي د دوی سیالان دي، خو بیا هم د دې نظام ملاتړ کوي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfccdytw6dtma.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته