دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۱۹
د مطلب کود : 158390
تر راتلونکو شپږو ورځو په هرات کې د ټاپي پروژې عملي کار پیلېږي
د يوې اوونۍ څخه په کمه موده کې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو د افغان لورې ډېرې هیلې او خوشبینۍ راټوکولي دي.

ټاکل شوې تر راتلونکو شپږو ورځو پورې د افغانستان د ټاپي پروژې کار له هرات ولایت نه پیل شي.
د يوې اوونۍ څخه په کمه موده کې په هرات ولایت کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پیلېدو د افغان لورې ډېرې هیلې او خوشبینۍ راټوکولي دي.
د هرات د والي ویاند محمد جیلاني فرهاد د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال سلواغې۲۷» ازادي راډیو ته وویل چې د روانې اوونۍ ترپایه پورې به هرات ولایت د دغه پروژې د پرانیستې په مراسمو کې د ټاپي پروژې د غړیو هېوادونو کوربه وي.
ښاغلی جیلاني ټینګار کوي چې دغه پروژه ټولو غړیو هېوادونو ته ډېرې اقتصادي ګټي لري او د افغانستان هيله دا ده چې غړي هېوادونه د دې پروژې د عملي کېدو په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
نوموړي زیاته کړه:
"د همدې اوونۍ په پای کې به موږ په هرات کې ولایت کې د ټاپي پروژې د چارو د پیل شاهدان و، په تدارکاتي، امنیتي او تشریفاتي برخه کې تیارۍ نیول شوي او د څلور واړو هېوادونو افغانستان، پاکستان، ترکمنستان او هند د لوړرتبه چارواکو په ګډون سره به د ښو مراسمو کوربانه یو."
د ټاپي د ګازو د لېږد دا پروژه شا و خوا دوه کاله مخکې د ۲۰۱۵ مېلادي کال په ډسمبر میاشت کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په ګډون د ترکمنستان، پاکستان او هندي مشرانو له ‌خوا پرانیستل شوه.
دغه نل ‌لیکه ۱۸۱۴کېلو متره اوږدوالی لري چې ۷۳۵ کېلو متره‌ یې د افغانستان په خاوره د هرات، فراه، نیمرزو، هلمند او کندهار ولایت له ځینو سیمو نه تېرېږي.
ټاپي د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان او هند ګډه پروژه ده چې له مخې یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدول کېږي.
له دې وړاندې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دغه هېواد د دې ترڅنګ چې له دغه نل لیکې په کافي اندازه ګاز پېري، پاکستان او هند ته د ګازو د ترانزیټ له درکه هر کال شااو خوا ۵۰۰ میلیونه ډالر هم ترلاسه کوي.
د دې وزارت مرستیالې عادلې راز له دې وړاندې ویلي چې د سعودي عربستان په ګډون زیاتره هېوادونه په دغه پروژې کې پانګونې ته لېواله دي چې دغه چاره به افغانستان ته ډېره اقتصادي ګټه ورسوي.
يو شمېر کارپوهان هم په دې باور دي چې د ټاپي پروژې عملي کېدل به د نورو ګڼو پرژو ترڅنګ افغانستان په يو اقتصادي او سوداګریز دهلېز بدل کړي.
بلخوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مرستیال خانجان الکوزی وايي، د هېواد سوداګر اماده دي چې د دې پروژې په بېلا بېلو برخو کې په میلیارډونو ډالرو پانګونه وکړي، د ده په خبره دا پروژه خصوصي سکټور ته حیاتي ارزښت لري.
خان جان الکوزی
خان جان الکوزی
نوموړي زیاته کړه:
"ټاپي پروژه به يو ډېر مهم او بنسټيز ظرفیت رامنځته کړي، د دې پروژې ټولې برخې پانګونې ته اړتیا لري او خصوصي سکټور اماده دی چې په دې برخه کې پانګونه وکړي او له دولت سره په ګډه کارونه مخته یوسي."
ښاغلی الکوزی وايي، د دې پروژې د ساختماني چارو ترسره کول، د برېښنا تولید، د سټیشنونو جوړول او ظرفیت جوړونه هغه څه دي چې خصوصي سکټور به پرې میلیونونه ډالر پانګونه کوي.
د ده په خبره د دې پروژې په عملي کېدو سره به د اوسپنې پټلۍ، نوري فائبر او برېښنا هم له منځني ختیځ نه جنوبي اسیا او د افغانستان له لارې به نورو هېوادونو ته انتقال شي خو دی ټینګار کوي چې د دې پروژې امنیت ته باید ډېره پاملرنه وشي.
نوموړی وايي، د دې پروژې د عملي چارو له پېلېدو سره به له يوه اړخه میلیونو خلکو ته د کار زمینه برابره شي او له بله پلوه به د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پياوړتیا لامل هم شي.
 
https://avapress.com/vdcb9wb8grhbsfp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته