دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۱
د مطلب کود : 158392
د فراه په دوو ولسوالیو کې د پولیو واکسین نه دی شوی
په فراه کې د پولیو واکسین کمپاین په لړ کې نږدې دوه سوه زره تر پنځو کلونو ښکته ماشومان د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې واکسین شول، خو دا ځل ددې ولایت په پشترود او خاکسفید ولسوالیو کې د پولیو واکسین کمپاین له ننګونو سره مخ ؤ.

د فراه د عامې روغتیا رئیس ډاکټر عبدالجبار شایق وایي، که څه هم د فراه په خاکسفید ولسوالۍ د پولیو پر وړاندې ستونزه نوې ده، خو پدې ورستیو کې دا دوهم ځل دی چې د فراه په پشترود ولسوالۍ کې د پولیو واکسین مخه د وسله والو طالبان خپل منځیو اختلافاتو له امله نیول کیږي.
خو نوموړي زیاتوي، د فراه په نورو ولسوالیو کې واکسین په بریالیتوب سره تطبیق شوی، او هڅي روانې دي چې د فراه په پشترود او خاکسفید ولسوالیو کې هم ستونزه حل شي.
هغه وویل"دا طبیعی خبره ده کله چې کوم ځای جګړه روانه وي، نو هلته ستونزي هم زیاتي دي، په خاصه توګه موږ د پشت رود او خاکسفید په ولسوالیو کې ستونزي لرو، خو هلته زموږ استازو تګ او راتګ پیل کړی ، تر څو د واکسین پروړاندې شته ستونزي حل کړي".
بالابلوک ولسوالۍ هم چې د فراه له نا امنه ولسوالیو څخه ده خو دلته بیا خبره بل ډول ده او وسله وال طالبان د پولیو واکسین سره کوم مخالفت نلري.
د فراه د بالابلوک ولسوال ملا سید محمد چې یو دیني عالم هم دی وایي، پولیو واکسین د اسلام له نظره حلال او آن د ماشومانو د ژغورلو په پار ډیر لوی ثواب هم دی، چې له نیکه مرغه په بالابلوک ولسوالۍ کې وسله وال طالبان هم د ګوزڼ له واکسین سره کوم مخالفت نلري.
هغه وویل"په ټولو کلیو کې واکسین کوونکي ګرځي او ماشومان واکسینوې، طالبان د واکسین سره کوم مخالفت نکوي. د مخالفینو دوه کاره دلته ډیر ښه دي، یو داچې د معارف سره مخالفت نکوي، او بل دا چې د واکسین مخه نه نیسي، او وایي ماشومان باید واکسین شي".
دلته په فراه کې د ټولنیزو چارو کارپوه عتیق الله مطمئین د ګوزڼ واکسین مخنیوۍ په لوی لاس د وړو او بیګناه ماشومانو څخه د ژوند اخیستل بولې. مطمئین د کلیو په جوماتونو کې د اسلام له نظره د ګوزڼ واکسین په اړه د ملایانو لخوا د غږ پورته کولو غوښتنه کوي.
"افغانستان یو له هغه هېوادونو څخه دی، چې بدبختانه د ګوزڼ یا فلج ناروغۍ پکې زیاته ده او په خاصه توګه بیا دهېواد په نا امنه سیمو کې هر کال ماشومان د ګوزڼ په ناروغۍ اخته کیږي، نو زما غوښتنه د دیني علماو څخه داده چې د ګوزڼ نارغۍ په مخنیوي کې خپل رول ولوبوې، ځکه کله چې په دوو څاڅکو واکسین د یو ماشوم ژوند ژغورل کیږي، دا د دیني علماو او ټولو کورنیو لپاره ډیر لوی ثواب دی".
باید وویل شي چې د نړۍ په کچه لویو دیني عالمانو د ګوزڼ واکسین د اسلام له نظره حلال بللی او د ټولو مسلمانانو څخه یې غوښتي تر څو خپلو ماشومانو ته د پولیو واکسین څاڅکې ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdnj0fxyt0ks6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته