د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکله اداره وایي چې د ملي یووالي حکومت په منظوري د پنځو ولایتونو لپاره نوي والیان ټاکل شوي دي.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د جمهوري ریاست په منظوري د بادغیس والي انور خان اسحق زي د لوګر د نوي والي په توګه د ښاغلي حلیم فدایي پر ځای ټاکل شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د فراه پخواني والي ډاکټر شاه جهان د حندي ګل زماني پر ځای د میدان وردګو ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی.
په همدې حال کې د لغان والي عبدالجبار نعیمي د اسد الله عمرخیل پر ځای د کندز ولایت د نوي والي په توګه ټاکل شوی.
د سیمه ییزو ارګانونوخپلواکه داره وایي، عبداللطیق ابراهیمي د عبدالکریم خدام پر ځای د سمنګان د نوي والي په توګه او د فراه پخواني والي محمد اصف ننګ د عبدالجبار نعیمي پر ځای د لغمان د نوي والي په توګه ټاکل شوی دی.
د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره په پنځو ولایتونو کې د نوي کمارني او بدلونونو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)