_DOC_BLOCK}'; ?> د افغان هوایي ځواکونو پر هوایي بریدونو محدودیت لګیږي | آوا
دخپریدو نیټه :شنبه ۲۸ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۵۹
د مطلب کود : 158416
د افغان هوایي ځواکونو پر هوایي بریدونو محدودیت لګیږي
ملي دفاع وزارت وایي، له دې وروسته د افغان هوایي ځواکونو پر هوایي بریدونو محدودیت لګیږي او د جګړې په ساحو کې د ملکیانو ژوند د پام وړ او مهم لومړیتوب دی.

ملګرو ملتونو  تېره اوونۍ د ۲۰۱۷ کال راپور خپور کړ، چې څه باندې لس زره ملکي وګړیو ته مرګ و ژوبله ښیي. 
راپور دا هم څرګنده کړې، چې په هوایي بریدونو کې ملکي تلفات د ۲۰۱۶ کال په پرتله اووه سلنه ډېر شوي دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیری وایي، یوازې د ملکیانو د تلفاتو د مخنیوي په اړه پر اردو محدودیتونه لګیدلي دي. ولسمشر او دفاع وزارت ته د عامو وګړیو تلفات د منلو وړ نه بولي. زمونږ پوځي ځواکونه غواړي عامه تلفات صفر ته راټیټ شي.      
د کورنیو چارو وزارت ویاند هم وایي، چې د ملکیانو د ژوند ساتنې ته پام پکار دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایي؛ د هوایي ځواکونو پر بریدونو او د ځانګړیو قطعو پر شپنیو عملیاتو محدودیتونه لګیدلي او موخه یې د عامو وګړیو د تلفاتو مخنیوی دی.    
د بشر حقونو خپلواک کمیسیون هم د ملکیانو پر تلفاتو اندېښمن شوی دی.
د بشر حقونو خپلواک کمېسیون ویاند بلال صدیقي وایي، وسلوال مخالفین پر ۶۰ سلنه تلفاتو تورن شوي؛ خو نړیوال، ملي او امنیتي ځواکونو هم په خپلو عملیاتو کې ملکي وګړيو ته تلفات اړولي دي.         
په تېرو ۱۶ کلونو کې ملکي تلفات د اندېښنې وړ مساله ده، چې پرې بېلابېلو بنسټونو اندېښنې ښودلي دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca6an6i49nmy1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته