دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۳۲
د مطلب کود : 158450
هرات کې د ټاپي پروژې د یوې برخې پرانېستلو ته امنیتي تدابیر سخت شوي
د هرات چارواکي وايي، د ټاپي پروژې د یوې برخې د پرانېستلو رسمي مراسمو ته شدید امنیتي تدابیر نیول شوي دي. دا مراسم د جمعې په ورځ ترسره کېږي.

ټاپي، هند ته د افغانستان او پاکستان له لارې د ترکمنستان د طبیعي ګاز د انتقال پروژې ته ویل کېږي.
د هرات د والي ویاند، جېلاني فرهاد پرون شنبه ازادي راډیو ته وویل چې لږ تر لږه ۷ زره کسانو ته به د کار موقع برابره شي او د هرات خلکو ته به د ارزانه ګاز د وېش لوی مرکز جوړ شي.
جیلاني فرهاد زیاته کړه:
"له دې درکه به افغانستان ته په کال کې ۵۰۰ میلیون ډالر ګټه رسېږي، کورنیو ته به ارزانه ګاز ورکول کېږي، د منځنۍ اسیا د رېل پټلۍ به چې د ترکمنستان له خاورې را تېرېږي د هېوادنو ترمنځ، په کمه بیه د ټرانزیټ نوې لار جوړه کړي. هغه نوري فایبر او د برق انرژي به چې د افغانستان په خاوره کې له ترکمنستانه د پاکستان خاورې تېرېږي، د افغانانو زیاتې اړتیاوې پوره کړي."
د ټاپي پروژې ته لس میلیارد ډالر ځانګړي شوي او تر ۲۰۲۰ میلادي کاله بشپړېږي.
جېلاني فرهاد څرګنده کړه چې د هرات دیني عالمانو، ولسي خلکو او قومي مشرانو د ټاپي پروژې د امنیت ټینګولو لپاره د همکارۍ ژمنه کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciwvazut1aw52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته