نوموړی نن په یوه غونډه کې د وینا پر مهال وویل ادعا وکړه چې په برېښنایي تذکرو کې د وګړو هویت د لیکنې موخه د خلکو ترمنځ نفاق اچونه ده او دغه کار او دغه کار یوه لویه فساد وباله.
ښاغلي مسعود خبرداری ورکړ چې د برېښنایي تذکرو وېش به د خلکو ترمنځ د تاوتریخوالو او جګړو لامل شي.
هغه د هېواد په وګړ غږ ترڅو د د بریښنایي تذکدو د وېش بهیر په وړاندې ودریږي او د برېښنایي تذکرو له منلو انکار وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د نفوسو د احوال د ثبتولو د مرکزي ادارې چارواکي وایي، د بریښنایي تذکرو د وېش بهیر د پیلولو په موخه لومړی کارونه په ارګ ماڼی کې پیل شوی او په لومړی پړاو کې د ولسمشر محمد اشرف غني، د لومړی مېرمنې بي بي ګل او د ولسمشر دوهم مرستیال محمد سرور دانش څځه اسنادونه اخیستل شوي او د بایو مټریک او د فورمونو چارې بشپړې شوې دي.
خو د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر په ځنډولو ټنیګار کوي.
نوموړی د جمعې په ورځ د یو بیان په خپرولو سره وویل، چې د برېښنایي تذکرو د وېش بهیر د پیل په خاطر باید ملي اجماع رامنځته شي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)