دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۳۵
د مطلب کود : 158513
چین هیواد د نوروهیوادونو دترورېزم پرضد په مبارزه کی د افغانستان ملګری دی
د ملي امنیت شورا په بدخشان کې د چین د پوځي حضورپه اړه خپاره شوي رپوټونه ړد کړی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د افغانستان د ملي امنیت شورا په خبرپاڼه کې د شنبه په ورځ ویلی، چې په وروستیو کې ځینۍ رسنۍ (ناسم) رپوټونه خپروي چې ویلی، د چین حکومت په بدخشان ولایت کې د پوځي اډې د جوړولو هڅې کوي.
د یاد وړدی، په اعلامیه کې په صراحت دا خبره رد شوې ده.
د خبرپاڼې په حواله، بهرني هېوادونه د ملي شورا او د افغان جمهوررئيس له تأیید او تصویب پرته، په افغانستان کې داسې کارنه ‎شي کولای.
ویلکږی، چی د ملي امنیت شورا پرون ویلی، چې چین هیواد د سیمې د نورو هېوادونو په څېر د ترورېزم قرباني اوحکومت يې د ترورېزم پرضد په مبارزه کې د افغانستان د دولت ملګری دی.
د یاد وړدی، چین او افغانستان ۷۳ کیلومتره ګډ سرحد لري.
https://avapress.com/vdcizvazpt1aww2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته