دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۵۴
د مطلب کود : 158521
په لغمان ولایت کې د وسله والو له یوه زندانه ۳۰ کسان ژغورل شوي
په ختیځ لغمان ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د دولت ضد وسله والو له یوه زندان څخه کابو ۳۰ کسان ژغورل شوي دي.
د لغمان والي ویاند سرحدي ځواک وایي، دغه کسان پرون یکشنبې د الینګار ولسوالی اړوند له سنګر درې سیمې څخه ژغورل شوي.
نوموړی زیاته کړه، چې د دولت ضد وسله والو پر وړاندې چاڼیز عملیات د جمعې د ورځې راهیسې دوام لري چې په ترڅ کې یې د وسله والو مخالفینو دغه زندان مات شوی دی.
د ښاغلي ځواک په وینا، د عملیاتو په ترڅ کې د دولت ضد درې وسله وال هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
هغه وویل، چې په دغو عملیاتو کې یو شمېر وسله وال د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوي دي.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
لغمان د افغانستان په ختیځ کې په تیرو څو میاشتو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت خراب شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د اسلامي دولت نومې ډلې او نورو وسله والو پر خلاف د هېواد په ځینو ختیځو ولایتونو کې چاڼیز عملیات دوام لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchi6nzz23nmmd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته