دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳۰ دلو ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۹
د مطلب کود : 158586
په افغانستان کې بهرنیو پانګوالو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل شو
د لومړي ځل لپاره د کابل په نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو پانګوالو ته د ویزې ورکولو بهیر پیل او یوه امریکايي پانګوال د افغانستان درې کلنه ویزه تر لاسه کړه.
افغان چارواکو په هېواد کې د پانګونې لپاره د آسانتیاوو د برابرولو د هڅو په لړ کې داسې پروګرام پیل کړ، چې له مخې به یې د حامد کرزي په نړیوال هوايي ډګر کې بهرنیو پانګوالو ته د افغانستان درې کلنه ویزه ورکړ شي.
د افغانستان د درې کلنې ویزې تر لاسه کوونکی امریکايي پانګوال بریت دالتن وایي، دا یو ښه فرصت دی. په نورو هېوادونو کې د پانګونې د ودې لپاره دا ډول ویزې دود دي. په افغانستان کې د پانګونې لپاره ډېر فرصتونه شته؛ خو ناامني اوس هم یوه ستونزه ده. زه غواړم د افغانستان د هوايي چلند په برخه کې پانګونه وکړم.
افغان چارواکي وايي، چې له دې وروسته هر بهرنی پانګوال کولی شي په آسانۍ د حامدکرزي په نړیوال هوايي ډګر کې د افغانستان درې کلنه ویزه تر لاسه کړي.
په مالي او بانکي چارو کې د ولسمشر د سلاکار د عامه اړیکو مسوول سمیر رسا وایي، له دې مخکې پانګوال اړ ول، چې په سفارتونو کې له هېواده بهر د افغانستان د ویزې ترلاسه کولو لپاره ورځې او اوونۍ په تمه پاتې شي.
د سوداګرۍ وزارت مرستیال فیروز خان مسجدي ټينګار کړی، چې که څه هم په افغانستان کې د پانګونې لپاره بېلابېل مناسب فرصتونه شته؛ خو په بهرنۍ پانګونه کې د پام وړ کمی راغلی دی.
په تېرو څو کلونو کې، چې حالات یو څه کړکیچن شول؛ خلکو خپلې پانګې بهر ته ولیږدولې او نږدې ټولو بهرنیو پانګوالو د ناامنیو له کبله له افغانستان څخه خپلې شتمنۍ ټولې کړې دي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivvazqt1aww2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته