دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 158601
له طالبانو او دولت سره د اړیکو لرلو په تور داعشایانو له دوو کسانو سرونه غوڅ کړي
له وسله والو طالبانو او افغان حکومت سره د اړیکو لرلو په تړاو داعش وسله والو په ختیځ ننګرهار ولایت کې له دوو کسانو سرونه غوڅ کړي.

د اسلامي دولت د خراسان څانګې پلویانو په ټولنیزو شبکو کې د دوو تورن کسان انځورونه هم خپره کړې ده.
داعش ډله په غربې ژبه په خپره شوې خبرپانه کې لیکلي، چې تورن کسان د طالبانو غړي دي.
د طالبانو وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو درې میاشتې مخکې هم داعش وسله والو له ۱۵ کسانو سرونه پرې کړي وه.
ځایي چارواکو د تېر میلادي کال په نوامبر میاشت کې ویلي وو، چې د ننګرهار ولايت اچين ولسوالۍ د مامندرې سرخ اب بازار سيمه کې داعش وسله والو د خپلمنځي اختلافاتو له امله د خپلو ۱۵ غړو سرونه پرې کړي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgz79qqak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته