دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۳۶
د مطلب کود : 158604
محمدحنیف اتمر د سعودي عربستان د کورنیو چارو له وزیر سره ولیدل
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په ریاض کې د سعودي عربستان د کورنیو چارو له وزیر سره ولیدل .
د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند وایي چې محمد حنیف اتمر او شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نائف بن عبدالعزیز د دوشنبې په ورځ پر بېلابېلو امنیتي مسایلو خبرې وکړې.
د دغې ادارې ویاند قادر شاه ازادي راډیو ته وویل :
"په دې لیدنه کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې، د سولي پر لارو چارو، دوه اړخیزو امنیتي همکاریو، د نشه یې موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي او په ځانګړي ډول په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان کارګرو او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو په اړه مفصلې خبرې شوې دي."
ښاغلی اتمر د سعودي د شهزاده په بلنه د یکشنبې په ورځ هغه هېواد ته سفر وکړ.
ټاکل شوې چې نوموړی به له نورو لوړ پوړو سعودي چارواکو سره هم وګوري.
تر دې وړاندې افغان چارواکو له پاکستان سره د سعودي عربستان ښو اړیکو او پر وسله والو طالبانو یې نفوذ ته په پام سره هیله ښودلې وه چې ریاض د سولې په برخه کې له کابل سره همکاري وکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjyoevxuqeimz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته