دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۱۲
د مطلب کود : 158636
د طالبانو ۷ پټنځایونه په پوره توګه له منځه ولاړه
هلمند سیمه ایز چارواکې په دی ولایت کې د طالبانو ۱۰ تنو وژل کیدو څخه خبر ورکوی او وایی چی طالبانو ۷ پټنځایونه هم په پوره توګه له منځه وړل شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د هلمند والی دفتر په خبرپاڼه کې راغلی دی: امنیتی مشترک ځواکونو هوایی او ځمکنۍ بریدونو له امله په تیرو څو ساعتونو کې د ګرشک او نادعلی او ګرمسیر په ولسوالیو کې، ۱۰ تنه مسلح طالبان وژل شوی او یو بل طالب هم ټپی شوی دی.
همدارنګه ددی خبرپاڼې په اساس، ددی عملیات په لړکې طالبانو ۷ پټنځایونه هم له منځه وړل شوی دی او ځینی جنګ وسیلی هم امنیتی ځواکونو لاس ته ورغلی دی.
دا بریدونو کې امنیتی ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
طالبان تراوسه په دی اړه څه نه دی ویلی.
هلمند د هیواد ناامنو ولایتونو څخه دی چی ډیره برخه یی د طالبانو تر کنترول لاندی دی.
 
https://avapress.com/vdcexv8zpjh8npi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته