د ننګرهار والي ویاند وایي، نن غرمه مهال دولس نیمې بجې په جلال آباد ښار کې د يوې چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار په مرکز کې چاودنې ۵ کسانو ته مرګ و ژوبله اړولې
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 حوت 1396 ساعت 12:02
د ننګرهار والي ویاند وایي، نن غرمه مهال دولس نیمې بجې په جلال آباد ښار کې د يوې چاودنې له کبله درې کسان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.
د ننګرهار والي وياند عطاءالله خوږياڼی زیاتوي، چې چاودنه د دوه یمې امنيتي حوزې اړوند د برښنا سب ستیشن ته نږدې د يوه هوتل په خونه کې رامنځته شوې ده.
عیني شاهدانو په ډاګه کړې، چې؛ چاودنه د ننګرهار ولايت د شېرزاد ولسوالۍ د ملکانو په دفتر کې د يوې غونډې پر مهال رامنځته شوې، چې درې تنه ملکان په کې وژل شوي او درې نور ټپيان دي.
د مطلب کود: 158656