کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دفاع وزارت د روسیې او پاکستاني چارواکو وروستۍ څرګندونې رد کړې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 حوت 1396 ساعت 12:47

د افغانستان دفاع وزارت د روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو هغه څرګندونې رد کړې چې وايي، د داعش ډله په افغانستان کې په پراخېدو ده او افغان حکومت او ناټو پر دې خطر سترګې پټوي.


د افغانستان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وايي، داعش وسله‎واله ډله په افغانستان کې ځپل شوې او کمزورې شوې ده.
ښاغلي وزیري وویل:
"اوس په افغانستان کې داعش مرکزونه نه‎لري. یوازې د ننګرهار د شینوارو د ولسوالیو په غرو کې یې څو ګروپونه دي او یو څه حرکت هم د جوزجان په درزاب ولسوالۍ کې لري. نور داعش په افغانستان کې نه حضور لري او نه مرکزونه او نه څوک اجازه ورکوي."
تر دې مخکې پرون مسکو کې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف په افغانستان کې د داعش د وسله‎والې ډلې حضور د اندېښنې وړ وباله.
خواجه اصف ادعا وکړه چې افغان حکومت او امریکا په افغانستان کې د طالبانو یادونه بیا بیا کوي، خو د داعش په پراخ حضور سترګې پټوي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر هم دا ډله له افغانستانه د منځنۍ اسیا هېوادونو او له هغه ځایه روسیې ته جدي خطر وباله.
خو د افغانستان د دفاع وزارت وايي، داعش وسله‎والې ډلې ته‌یې افغانستان کې د پراخېدو اجازه نه‎ده ورکړې او د پرله‎پسې عملیاتو په ترڅ کې یې د دې ډلې مشران وژلي دي.


د مطلب کود: 158660

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158660/دفاع-وزارت-د-روسیې-او-پاکستاني-چارواکو-وروستۍ-څرګندونې-رد-کړې

آوا
  https://www.avapress.com