دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۴۹
د مطلب کود : 158661
د هرات په ادرسکن ولسوالۍ کې ټرافیکي پېښې ۸ تنه وژلي
د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي او یوه بار وړونکي موټر په ټکر کې اته کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
دا پېښه نن چهارشنبه سهار شوې ده.
د هرات ولایت د امنیه قوماندان ویاند عبدالاحد ولي‌زاده ته وویل، په وژل شویو کې چې ټول‌یې د مسافر وړونکي فلاینکوچ موټر سپرلۍ وه، څلور ښځې، دوه ماشومان او دوه سړي شامل دي.
پېښه هغه وخت وشوه چې مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې ته له یوه درول شوي بار وړونکي موټر سره ولګېد.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcce4qss2bqpe8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته