په شمال جوزجان ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د لسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یو قوماندان د وسله والو طالبانو هپه کمین کې وژل شوی دی.
په جوزجان ولایت کې د جنرال دوستم یو قوماندان وژل شوی
د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 حوت 1396 ساعت 13:43
په شمال جوزجان ولایت کې ځایي حکومتي چارواکي وایي، د لسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم یو قوماندان د وسله والو طالبانو هپه کمین کې وژل شوی دی.
د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني وایي، پیښه پرون سې شنبه د دښت لیلي اړوند په باشی کود سیمه کې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې په دغه برید کې د قوماندان عبدالجلیل په ګدون دوه کسان وژل شوي.
هغه وویل، چې قوماندان عبدالجلیل او د هغه موټر چلوونکي هغه مهال د طالبانو په کمین کې ووژل شول چې دواړو په ګزمه بوخت وه.
د ښاغلی جوزجاني په وینا، وسله والو طالبانو د قوماندان عبدالجلیل موټر هم سوځولی دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
جوزجان د افغانستان په شمال کې هغه ناامنه ولایت دی چې وخت په وخت ورنه د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو د نښتو راپورونه خپرېږي.
د جوزجان ولایت په یو شمېر ولسوالیو کې وسله وال طالبان او د اسلامي دولت نومې ډلې په ګډون د نورو ترهګرو ډلو وسله وال په ترهګریزو کړنو بوخت دي.
د مطلب کود: 158668