دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 158692
غني: د تلپاتې سولې لپاره باید د قانون حاکمیت او قوي اراده ولرو
باید د قانون حاکمیت ولرو، یوموټي او اراده ولرو ځکه که عمل ونه لرو سوله نه راځي، هر یو باید ځان د سولې سفیر وبولئ او ولسي غورځنګ باید په ټول افغانستان کې پلی کړو او هر هغه څوک چې ټوپک لري ورته ووايئ چې ټوپک ته رخصتي ورکړه."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، په هېواد کې د تلپاتې سولې د ټینګښت لپاره ولسي غورځنګ او يووالي ته اړتیا ده.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني په هېواد کې د روانې جګړې د پای ته رسولو لپاره د قانون د حاکمیت ترڅنګ د قومي او جهادي مشرانو همکاري مهمه بولي.

ولسمشر غني د چهارشنبې په ورځ«۱۳۹۶کال کب ۰۲» ولسمشرۍ ماڼۍ کې د قومي او جهادي مشرانو او د ولایتي شوراګانو سره د «سولې ملي او مشتورتي» کنفرانس ته وویل چې که غواړو په هېواد کې سوله ولرو نو د جګړې د پای رسولو لپاره باید يو ولسي غورځتګ رامنځته کړو.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د سولې په پروسه کې د ولسي ملاتړ ترڅنګ د قانون حاکمیت هم اړین دی.

ښاغلي غني زیاته کړه:"باید د قانون حاکمیت ولرو، یوموټي او اراده ولرو ځکه که عمل ونه لرو سوله نه راځي، هر یو باید ځان د سولې سفیر وبولئ او ولسي غورځنګ باید په ټول افغانستان کې پلی کړو او هر هغه څوک چې ټوپک لري ورته ووايئ چې ټوپک ته رخصتي ورکړه."

افغان ولسمشر وسله والو مخالفینو ته په خطاب کې وویل چې په اوسنیو شرائطو کې جګړه اسانه خو سولې ته غاړه اېښودل سخته ده.

له دې وړاندې د افغانستان د سولې د عالي شورا رئیس کریم خلیلي هم ویلي و،تر کومه چې د سولې بهیر ولسي نشي په هېواد کې د سولې هڅې کوم ځای نه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله والو طالبانو د امریکا خلکو او د امریکا سنا ته د یوه لیک په استولو سره د جنګ د درېدو او د سولې د خبرو اترو د پیل غوښتنه کړې.

خو امریکا په یوه تازه اقدام که د سولې د خبرو آترو په اړه د طالبان غوښتنه افغان حکومت ته راجع کړې او ویلي یې دي چې دا ډله باید د افغانستان له حکومت سره سیاسي تفاهم ته ورسېږي.
بلخوا د طالبانو د رژیم د ماليې پخواني وزیر معتصم اغا جان په دې وروستیو کې رسنیو ته ویلي چې د افغانستان د روان ناورین نه د وتو يوازینۍ لار د ملګرو ملتونو په منځګړیتوب د ښکېلو لوریو ترمنځ سیاسي هوکړې ته رسېدل دي.

په همدې حال کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو ویلي په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره به پوره هلې ځلې وکړي.

په ورته وخت کې د قومي او جهادي مشرانو او د ولایتي شوراګانو د سولې ملي او مشتورتي کنفرانس ګډونوالو د يوه پرېکړه لیک له لارې د حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو لپاره د منځګړیتوب ژمنه وکړه.

محمد رحمان قادري وویل:

"موږ د غونډې ګډونوال ژمنه کوو چې جګړې،شخړو او وینې توییدنې د پای رسولو په برخه کې په پوره اخلاص او صداقت سره منځګړیتوب وکړو."

د قومي او جهادي مشرانو او د ولایتي شوراګانو د سولې ملي او مشتورتي دوه ورځنی کنفرانس د افغانستان د سولې عالي شورا په نوښت جوړ شوی و چې د ټول هېواد څخه په کې ۸۰۰ تنو قومي او جهادي مشرانو، علماوو او د ولایتي شوراګانو غړیو ګډون کړی و.

په دغه ملي او مشورتي کنفرانس کې سولې ته د رسېدلو پر څرنګوالي او حل لارو خبرې وشوې.

خو له دې ټولو سره سره د سیاسي چارو کارپوه ودیر صافی وايي، تر کومې چې د دواړو لوریو ترمنځ د خبرو اترو او مذاکراتو لپاره يو بې پرې ادرس رامنځته نشي د سولې لپاره روانې هڅې کومه نتیجه نه ورکوي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgy79qxak9n34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته