کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فراه: د طالبانو د پوځي کمېسيون ۴ غړي په چاودنه کې وژل شوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 2 حوت 1396 ساعت 18:01

په لویدیځ فراه ولایت کې ځایي امنیتي چارواکي وایي، د وسله والو طالبانو د پوځي کمېسیون څلور غړي د سړک غاړې د ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.


چارواکي زیاتوي، چې په وژل شویو کې د فراه لایت لپاره د طالبانو د پوځي کمېسیون یو قوماندان چې ګل آقا نومېده، هم شامل دی.
د فراه امنیه قومانداني د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه کسان د انار درې ولسوالی اړوند په ذهکن کلي کې وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه کسان هغه مهال ووژل شول کله چې د هغوي موټر د سړک غاړې پر ماین برابره شوه.
د دولت ضد وسله والې ډلې د وسله والو طالبانو په ګډون تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
وسله وال طالبان اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي یا یوناما په خپل نوې راپور کې لیکلي چې په ۲۰۱۷  میلادي کال کې تر لس زره زیات ملکي وګړي وژل شوي او یا هم ټپیان دي چې ډیری یې د ځانمرګي بریدونو او د ځای پر ځای شوې چاودېدونکو توکو د چاودنو له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ژوبل شوي دي.


د مطلب کود: 158696

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/158696/فراه-د-طالبانو-پوځي-کمېسيون-۴-غړي-په-چاودنه-کې-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com