دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۶
د مطلب کود : 158700
د کاپیسا ملی امنیت ښاری مدیر او ملی امنیت څلورو نورو کارمندانو وژل کیدنه په بګرام کې
د ملی امنیت ریاست پنځه تنه کارکوونکې د کاپیسا ولایت ملی امنیت ښاری مدیر په شتون، د ناپیژانده وسله والو له لوری د پروان ولایت بګرام ولسوالی کې وژل شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، بګرام ولسوال پژواک خبری آژانس سره دا پیښه تایید کړی او ویلی دی چی دا پيښه، نن چهارشنبه د ماسپښین وروسته ددی ولسوالی کوه توپ په سیمه کې رامنځته شوی دی.
عبدالشکور قدوسی وویل چی په دی تروریستی برید کې، ګلاب الدین، کاپیسا ولایت ملی امنیت مدیر د دوو ساتونکو سره، یو موټر چلوونکې او یو نږدی کس یی په قتل رسیدلی دی.
هغه زیاته کړه: دا پیښه داسی وخت رامنځته کیږی چی مدیر ګلاب، بګرام ولسوالی کې کوه توپ سیمه کې خپل کور لوری ته ځی، چی د ناپیژانده وسله والو له لوری تر برید لاندی لاندی راځی.
د بګرام ولسوال په وینا، ددی پیښې ټول وژل شوی د ملی امنیت کارکوونکې دی.
تراوسه هیڅ ډله ددی پیښی مسؤولیت په غاړه نه دی اخیستی.
 
https://avapress.com/vdcgz79qzak9nu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته