دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۱۷
د مطلب کود : 158701
طالبانو ته په خطاب کې د فراه والی: تلپاتو پروژو عملی کیدو په وړاندی خنډ مه رامنځته کوی
په داسی حال کې چی طالبان په فراه کې خپل بریدونو ته پراختیا ورکړی دی، ددی ولایت والی د هغوی څخه غواړی ترڅو د تلپاتو پروژو اجرا کیدو په وړاندی خنډ رامنځته نه کړی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، مخکې د فراه امنیتی وضعیت په دومره اندازی سره خراب شو چی محمد عارف شاه جهان؛ ددی ولایت پخوانۍ والی خپل مقام څخه استعفا ورکړه او پولیس قومانده یی هم برکناره شو.
په هغه وخت کې امنیتی ځواکونه دا ولایت ته ولیږل شو او امنیتی وضعیت یی یو څه ښه شو.
اوس چی امنیتی ځواکونه فراه څخه وتلی، ددی افغان غږ خبری آژانسزه دی چی طالبان بیرته امنیتی پایګاوو باندی خپل بریدونه ډیروی.
اوس ددی ولایت سیمه ایز مسؤولین، طالبان تلپاتو پروژو په وړاندی خنډ رامنځته کولو باندی تورنوی.
عبدالبصیر سالنګی؛ د فراه نوی والی طالبانو ته په خطاب کې وایی: تلپاتو کارونو په وړاندی خنډ مه ګرځی؛ ځکه چی موږ ستاسو دشمنان نه یو.
هغه وویل چی طالبان که افغان دی، باید د خلګو سرونه غوڅ نه کړی، باید پل او پلچکونه له منځه یونه سی، باید د خلګو وسایل له منځه یونه سی.
هغه طالبانو څخه وغوښت چی سولې پروسی سره یوځای شی.
ښاغلی سالنګی همدارنګه امر وکړ چی په ۲۱۷ لویه لاره کې امنیتی پایګاوو اړتیاوی او تجهیزات هرڅه ژیر تامین شی.
 
https://avapress.com/vdchv6nzz23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته