په هرات کې د ټاپي پروژې د پرانېستلو په درشل کې د هرات ځوانانو د افغانستان هغه لس زره متره مربع ستر بیرغ چې پنځه جریبه ځمکه پوښلی شي او یو میلیون کسانو لاسلیک کړی، پرون په ارګ کې افغان ولسمشر ته وسپاره.
د جمهوري ریاست له خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې افغان ولسمشر اشرف غني چې له خپلې مېرمنې سره یې پر دغه بېرغ لاسلیک وکړ، د هرات د ځوانانو دغه نوښت وستایه او ویې ویل چې دا یوه لویه او تاریخي ډالۍ ده چې د افغانستان د ملي یووالي او ټینګ وحدت ښکارندوي کوي. د هرات ځوانانو ویلي چې دغه بیرغ یې له دولت او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په خاطر جوړ کړی دی.سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)