دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ حوت ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 158732
طالبانو غزني کې پر یوې پوستې برید کړی ۸ پولیس یې وژلي
وسله والو طالبانو دغزني په ده یک ولسوالۍ کې د پولیسو پر پوستې برید کړی چې په پایله کې یې ۸ پولیس وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند عارف نوري د اتو سیمه ییزو پولیسو د وژل کیدو خبر تایید کړی، خو ده یک ولسوالۍ امنیې قومندانۍ کې یوې سرچینې ویلي چې طالبانو د پوستې ټول سرتیري چې شمیر یې ۷ تنه و، وژلي دي.
دا په داسې حال کې دي چې طالبانو هم رسنیو ته د یوه لیک په استولو سره ویلي چې دې برید کې یې ۹ سرتیري وژلي دي.
دا برید تیره شپه شاوخوا یوه بجه د ده یک ولسوالۍ په رباط سیمه کې شوی دی.
غزني د هیواد له مرکزي ولایتونو څخه شمیر کیږي، چې وسله وال طالبان یې په ځینو برخو کې پراخ فعالیت کوي او وخت نا وخته ترې د ورته پيښو راپورونه خپږیري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcbfwb85rhbszp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته